قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د امام حسین علیه السلام د زیارت دارالقرآن خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د قرآن کریم د ترتیل ملي مقابلې دویمه دوره شروع شوي.
په دې مقابلو کې، مقابله کوونکې د عراق له مختلفو ولایتونو نه ګډون لري او تراوسه د قرآن فعالان او دینی روحانی او پوهاندو په دې مقابلو کې ګډون کړي.
د دې مقابلو څارونکې علی الخفاجی څرګنده کړه: دا مقابلې به په دوه برخو یوه سهار او یو مازدیګر کې پیل کېږي او دې کې ګډون کوونکې د بغداد، کربلا، میسان، نجف، بابل او دیوانیه ولایتونو نه دي.
هغه زیاته کړه: د دې مقابلو کار په څه دارنګه وې چې د قرعه په اساس به د مقابله کوونکو لپاره د قرآن د سوره او آیتونو تشخیص ورکړې کېږي، او د مقابله کوونکې قرائت ته توجه سره به داوران مقابله کوونکو ته نمبري ورکوي.
علی الخفاجی څرګنده کړه: د دې مقابلو کارپوه کمېټې چې له دې نه مخکې په قرآن ملي مقابلو کې د داوري لرغونتوب لري دې مقابلو لپاره ټاکلې شوي دې او د هر د دې مقابلو مختلفو برخو کې د هر یو لپاره د وقف او شروع، د تلاوت احکام، تجوید، صوت او لحن ته به توجه کېږي.
د امام حسین علیه السلام د زیارت دارالقرآن اراده لري چې د دې مقابلو یو شمېر مقابله کوونکې رمضانیه ختم قرآن چې دا زیارت یی هر کال د رمضان المبارک میاشته کې د امام حسین علیه السلام د زیارت انګړ کې پيل کوې انتخاب کړې او همدارنګه درې ګټونکو ته لاس لیک او نغد انعامونه ورکړي.