IQNA

د قرآن مقابلې موریس جزیره کې پيل شوي

11:32 - May 09, 2016
د خبر لمبر: 3480025
نړیواله ډله: د قرآن کریم حفظ مقابلې د موریس جزیره(هند اقیانوی غربی جنوب کې د جزیرې هیواد) کې پيل شوي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «hqmi.org» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا مقابلې به د دینی موسسه په همت، د موریس جزیره کې د حسان بن ثابت قرآنی مقابلې د قرآن حفظ نړیواله انجمن له خوا پیل شو.

دې مقابلو کې د موریس جزیره اسلامی کلتوری مرکز کې پیل کېږي، ۲۹ مقابله کوونکې به دوه برخو د ښځو او سړو دې مقابله کې شتون لري او د قرآن کامل حفظ څلور برخو کې د ۱۵ سپارو حفظ، د دری سپارو حفظ او د یو سپارې حفظ کې مقابلې پيل کېږي.

د دې مقابلو د داورانو کمېټه درې داورانو نه جوړه ده او د دې مقابلو پایی مراسمو کې به د موریس جزیره لومړی وزیر، د قرآن حفظ نړیواله انجمن غړی او یو شمېر د قرآن زده کوونکي او عالمان په کې شتون لري.

دې مراسمو کې تقریر کوونکو د قرآن کریم په اهمیت او د اسلامی ولس قرآن زدکړې ته اړتیا د قرآن زدکړې لپاره د مور او پلار ماشومان لېږل او د قرآن زدکړې ترلاسه کولو باندې تاکید وکړو.

د دې مراسمو په پایان کې مقابله کوونکو ولمانځلې شو.

د هند اوقیانوس غربی جنوب افریقا کې شتون لرونکې جزیره کې موریس هیواد تقریباْ ۹۰۰ کیلو مېټر کې ماډاګاسکار کې واقع دي.

دا جمهوري د موریس جزیره نه علاوه د پرندون، رودریګوئس او آګالګا جزیرې هم لري، موریس د ماډاګاسکار جزیرونه شمېرلی کېږي. د موریس مرکزی ښار پورت لوئیس دي.

http://iqna.ir/fa/news/3495312

captcha