د مالیزیا قرآن قرائت او حفظ نړیواله مقابلو ۵۸ دوره کې د ایران غړې له قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) سره مرکه کې د مالیزیا د مقابلو له نتایجو اعلان نه پس د دې پوښتنې په ځواب کې چې څه احساس لرې وویل: تعجب می وکړو او هیڅ نه ويل غواړم.
هغه همدارنګه د دې پوښتنې په ځواب کې چې د خپل قرآنی مقابلو او فعالیتونو کې پرمختګ لپاره څه پروګرام لري وویل: انشاء الله د ایران مقابلو لپاره به ډېر کوښښ کوم.
سید مصطفی حسیني دې تاکید سره چې د مالیزیا قرآن مقابلو کې اعلان شوې نتیجه هیڅ منفي تاثیر د هغه راروان پروګرامونو باندې نه لري څرګنده کړه: لومړی چې نتیجه اعلان شوه، خفه شوم خو ولی اوس نه یم، ځکه چې فکر کوم چې مشهور قاریان کې یو هم په نړیواله مقابلو کې مقام ترلاسه کولو پسی نه وو.
هغه توضیح ورکړو: استاد منشاوی په یو مقابله کې هم شرکت نه وو کړې او په نړیواله مقابلو کې ګډون هغه لپاره څه اهمیت نه لرلو، زمونږ هیواد کې هم نه باید نړیواله مقابلو باندې حساسیت وښودلې شي، ما لس دقیقې قرائت وکړو او الحمد الله راضي وم.
د ایران غړی د مالیزیا قرآن نړیواله مقابلو ۵۸ دوره کې دې ته اشارې سره چې د منشاوی سبک ته به خپل تلاوت کې ادامه ورکوې وویل: کوښښ کوم چې د استاد منشاوي یاد او د هغوي د سبک د قاریانو ترمنځه ژوندي وساتم.
هغه نتیجه ته اشارې سره چې لومړي یی هغه خفه کړو وویل: خو هر څوک خوښوي چې په مقابلو کې لومړي شې خو ولی اوس له نتیجه خفه نه یم او د الله نه مننه کوم.
حسیني د دې ځواب کې چې نتیجه د سیاسي اغېزو لاندې ده وویل: والله اعلم، الله ښه پوهېږي او حق به دواړو نړۍ کې خپل صاحب ته رسېږي.
هغه په اخیره کې څرګنده کړه: انشاء الله چې دارنګه وې چې په دې مقام ترلاسه کولو سره مو د انقلاب لارښود مقام معظم آیت الله خامنه ای زړه مو خوشحاله کړې وې او قرائت سره می د امام زمان عج زړه خوشحاله کړې وې او د یو شیعه غړې په توګه می ښه تلاوت وړاندې کړې وې.
http://iqna.ir/fa/news/3495776