قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د هند خبرونو ټلوېزیون (NDTV) چینل نه په نقل، د هند لومړي وزیر نارندرا مودي، ایران ته د خپل سفر په اړه او د اسلامی انقلاب لارښود حضرت آیت الله خامنه ای سره کتنه او هغوي ته کوفي خط کې لیکلې شوي د امام علی علیه السلام سره منسوب قرآن کریم چې اووم پېړۍ سره تړلې ډالي کړو.
دا قرآن اوومې پیرۍ کې بیا لیکلې شوې او د حضرت امیر المومنین امام علی علیه السلام سره منسوب قرآن دي.
دا قرآن د هند کلتوری وزارت له ارزښتمنو شتمنو نه دی چې د هند اوتارپرادیش ولایت رامپور ښار «رامپور رضا» کتابتون کې ترې ساتنه کېږي.
خط کوفي چې د اوومې پېړۍ په اخیره کې د عراق ښار کوفه کې پیدا شوي وو، د عربی له لرغونې خطونو نه دي.
ولسمشر ته د نارندر مودی ډالي
د هند د ټلوېزیون څرګنده کړه، مودی د ایران ولسمشر حسن روحانی ته د میرزا غالب د فارسی ژبه شعرونو یوه مجموعه هم ډالی کړه.
د شعرونو دا مجموعه په کال ۱۸۶۳ کې چې په کې د ۱۱ زره نه زیات بیتونه دې د میرزا غالب یا غالب دهلوي، په لاس لیکلې شوي.
د شعرونو دا مجموعه هم د دهلی نو کلتوری اړیکو شورا په کتابتون کې ترې څارنه کېږي.
د هند لومړي وزیر ناراندر مودی په دویم خرداد باندې د لویو سیاسي، کلتوری او اقتصادي مقاماتو سره تهران ته راغلې.
مودی تهران ته دا سفر د حسن روحانی له اړخه په رسمي توګه بلنې نه پس کړي، چې په کې به د جمهوری اسلامی ایران ستر مقاماتو سره لید کتنه کوي.
http://iqna.ir/fa/news/3500551