IQNA

د مالیزیا جومات کې د اړمنو کسانو لپاره د وېړيا بازار پروګرام

8:25 - May 31, 2016
د خبر لمبر: 3480046
نړیواله ډله: د رمضان المبارک میاشته شروع کېدو سره به د مالیزیا سلانګور کې د زکات غونډه به د اړمنو کسانو لپاره په جوماتونو کې وېړیا بازار پیل کوې.

قرآنی خبر خپروونکې نړيواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د برناما خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د سلانګور زکات غونډې د دغه ولایت په اوه جوماتونو کې د وېړیا بازار پیل کولو او د رمضان المبارک میاشته په شروع کې د اړمنو کسانو لاس نیوکه کولو پروګرام لري.

د زکات د غونډې مشر نوراجان هاشم، وویل: دا پروګرام له تېر کال نه شروع شوي خو ولی دې کال لومړي ځل د دې ځای نه بهر په جوماتونو کې پيل کېږي.

هغه زیاته کړه: د دې پروګرام په جوماتونو کې پیل کولو موخه له اړمنو ته نږدې کېدل او هغه زکات مستحق خلکو ته په جومات رسېدل دي. تراوسه تقریباْ ۵۰ خیر کوونکو مختلفو څيزونو ورکولو سره لکه جامې، پېزار، کتاب او ... په دې لار کې لاس کړي.

captcha