IQNA

د پاکستان ښوونځو کې قرآنی مسوده په اخیرنۍ مرحله تر سره کوې

0:39 - June 01, 2016
د خبر لمبر: 3480048
نړیواله ډله: د پاکستان حج چارو او د دینونو ترمنځه اړیکو او دینی چارو وزیر څرګنده کړې چې د دغه هیواد په ښوونځو کې د قرآن زدکړې قانون مسوده اخیرنۍ مرحله کې ده.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «The Dawn» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، سردار محمد یوسف په ۸ خرداد باندې خپل یو تقریر کې چې د مانسهره ښار صفا اکاډمۍ تعلیمي کانفرانس کې کړې وو وویل: مونږ بې د قرآن کریم زدکړې د علم او ټکنالوژۍ اوچت مقام او درک ترلاسه کړو. هغه زیاته کړه: نو د اصولو په رڼا کې، د قرآن کریم محتوا د ولایتی او ملي ښوونځو په پروګرامونو کې اضافه کېږي چې د محصلانو د علم او ټکنالوژۍ په لاره کې ګټې ترلاسه کولو کې مرسته او لارښودنه وکړې.

یوسف زیاته کړه: دا وزارتخانه د عالمانو د غونډې څارنې او مشري کې به دا چارې د اسلامی معیارونو پر اساس ترسره کولو کې مرسته کوي.

د راپور پر اساس، د دې پروګرام ترسره کېدو سره، د قرآن لوست به لومړني ښوونځو کې او د قرآن کریم حفظ او ترجمه به په مخکتنې کلاسونو کې اضافه کېږي.

http://iqna.ir/fa/news/3502083


captcha