IQNA

کربلا کې د زړه روښانه(ړندو) ځانګړې قرآنی دورې

11:41 - June 13, 2016
د خبر لمبر: 3480069
نړیواله ډله: د امام حسین علیه السلام زیارت سره تړلې خپروونکې برخې، له زړه روښانه(ړندو) غوښتنه کړي چې د بریل په خط کې د قرآن کریم تلاوت او د قرآن کریم حفظ کولو دورو کې ګډون لپاره نومونه ثبت کړي.
کربلا کې د زړه روښانه(ړندو) ځانګړې قرآنی دورې

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د امام حسین علیه السلام د زیارت خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا قرآنی دورې د زړه روښانه کسانو لپاره په ځانګړې توګه د امام حسین علیه السلام د زیارت خپرولو ادارې او دغه زیارت سره تړلې د دارالقرآن له اړخه پیل کېږي.

د زړه روښانه کسانو ځانګړې دا قرآنی غونډې به د امام علی علیه السلام قرآنی مدرسه کې چې د کربلا الحر الصغیر سیمه کې جوړه شوي پيل کېږي.

د امام حسین علیه السلام زیارت کې د ړندو لپاره د نشر او خپرولو ادارې مشر سامی جواد په دې اړه وویل: هیله لرو چې دا قرآنی دورې به ډېر زر په بریل خط کې پيل شي.

هغه تاکید وکړو: د زړه روښانه(ړندو) لپاره ترانسپورت په دې قرآنی دورو کې د ګډون لپاره چې د امام علی علیه السلام مدرسه کې پيل کېږي به وړيا وي.

همدارنګه یو قرآنی محفل به هره ورځ له ۹ نه تر ۱۱ پورې د امام حسین علیه السلام د زیارت دارالقرآن کې د قرآن ښوونکو په شتون کې پيل کېږي.

http://iqna.ir/fa/news/3505714


captcha