پاریس کې د ایران کلتوری سازمان مشر جمال کامیاب قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنې(ایکنا) سره مرکه کې وویل: استاد رحیم خاکی نن شپې چې فرانس کې د رمضان المبارک میاشتې د ۲۳ شپه ده د فرانس په اسلامی مرکز کې د الله تعالی د کلام پاک آیتونو تلاوت وکړې.
کامیاب وویل: نن د روژه ماتې نه مخکې د پاریس المهدی اسلامی مرکز کې به د قرآن کریم محفل د ایرانی قاري چې فرانس کې شتون لرې سره پيل کېږي.
هغه څرګنده کړه: دا پروګرام به فرانس کې د ایران کلتوری سازمان له اړخه د رمضان المبارک میاشته کې قرآن پروګرامونو په لړ کې چې (آسماني وختونه) عنوان لرې پیل کېږي او د قرآن کریم د تلاوت نه علاوه به په کې تقریرونه هم وړاندې کېږي.
فرانس کې د ایران کلتوری سازمان مشر وویل: سبا په نهم تیر باندې یو پروګرام د آسماني وختونه پروګرامونو په لړ کې د پاریس په ستر جومات کې پیل کېږي.
هغه په پایی کې وویل: استاد رحیمی خاکی به دې پروګرام کې هم د قرآن کریم آیتونو تلاوت وړاندې کوي.
http://iqna.ir/fa/news/3511347