قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پاکستان نه په نقل، دا مراسم د هر کال غوندې او د حضرت امام خمینی رحمة الله علیه د فرمان په رڼا کې د رمضان المبارک میاشتې په اخیره جمعه باندې د پاکستان په مختلفو ښارونو کې پيل شو.
په دې لاریون کې ګډون کوونکو د امریکا او اسرائیل خلاف شعار ورکړې او د مسلمانانو یووالي او د صهیونیست له لاسونو نه د فلسطین ازادولو غوښتنه یی وکړه.
ګډون کوونکو د فلسطین ځپلې ولس نه او د فلسطینو د اسرائیل په خلاف مقاومت او د فلسطینو د خپلو حق لپاره لټون او کوښښ نه حمایت وکړو.
لاریون کې د اسرائیل نه علاوه، د امریکې د حکومت خلاف، د بحرین او عربستان خلاف هم شعارونه ورکړلې شو.
دا مراسم د کویټه او د پاکستان په نورو ښارونو کې د امامیه محصلانو سازمان، د مجلس وحدت مسلمین او د شیعه عالمانو شورا له اړخه پیل شو.
کویټه کې لاریون کې د شهداؤ(کویټه ښار کې په کال ۸۹ کې د قدس نړیوالې ورځ شهیدان) کورنو نه ګډون کولو سره د هغوي نه مننه وشوه او د امریکې او د اسرائیل بیرغونه ته اور ورکړې شو.
لاریون کوونکې په پایی کې د شهیدانو لمانځلو لپاره حضرت زینب سلام الله علیها هدیرې ته ورغلل.
http://iqna.ir/fa/news/3512037