قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «KBTX» خبرونو نه په نقل، تکساس کې په سلګونو غیر مسلمانانو د جمعه له لمانځه نه پس د خپل ګاونډ مسلمانانو نه حمایت لپاره یی د جومات په لور لاریون پيل کړو.
دی لئون: د دغې محله یو کاهن دی چې په جومات باندې ډزي کولو په غبرګون کې دغه لاریون کې ګډون کړې وو.
هغه وویل: په جومات باندې ډزی کول او د تاوتریخوالي او کرکه ښودل د دې محلې د ټولو خلکو سره تاوتریخوالی او کرکه ده.
نیمره ریاض د جومات یو غړې چې تېره ورځ یی د جومات په دېوال کې پنځه ډزی موندلې وویل: دې لاریون سره د مسلمانانو حوصله نوره هم اوچته شوه.
هغه زیاته کړه: جومات ته رسېدلی تاوان او نړېدلې ځایونه به تعمیر کېږي، او امریکې د مسلمانانو او د غیر مسلمانانو ترمنځه اړیکې به نورې هم محکمې شي.
د امریکا فدرالي پولیس او د استیشن کالج مشران تراوسه په جومات باندې ډزي کوونکې په لټون کې دي.
http://iqna.ir/fa/news/3513852