قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا)راپور له مخې، د World Bulletin خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا نیوکه د دینی تبعیض په میانمار کې ادامې او ودې او تیره میاشته کې د دغه هیواد په دینی ځایونو او جوماتونو باندې بریدونو په هکله شوې.
د میانمار مسلمانانو دینی چارو شورا د دې دوه پاکستانی کسانو له جومات نه د کتنه او تقریر باندې نیوکه د دینی حقوقو مخنیوې وبللو.
یو پولیس افسر پانګون احمد ذوالفقار وویل: ۶۳ کلن عامد سیف الله او د هغه ۲۹ کلن زوې یوه هفته مخکې میانمار ته راغلې وو.
او دوې د بې له اجازت نه د ښارونو ځنې جوماتونو کې تقریرونه کړې وو.
هغه زیاته کړه: دوی سیلانی ویزې باندې راغلې وو او د تبلیغ حق یی نه لرلو، د هفته په ورځ دا دواړه کسان نیولې شوې او امکان لرې چې شپږ میاشته بندې او جریمه ورکړې او یا د پاکستانی سفارت سره خبرواترو نه ورستو له هیواد نه وشړلې شي.
د میانمار د مسلمانانو دینی چارو مشر تین مائونګ تان په دې اړه وویل: هغې مسلمانان دې نو ځکه له جومات نه کتنه او له خپلو میانماري ورڼوو سره یی عبادت کولو او ځکه چې له هغې غوښتنه وشوه نو تقریر یی وکړو.
هغه زیاته کړه: د میانمار دینی چارو وزارت له مونږ نه غوښتنه کړې چې د هغوي له جوماتونو نه کتنه ودروو او په جومات کې د تقریر کولو لپاره کومه یو اجازت ضروري نه دې، جومات کې لمونځ او خطبه ورکول د مسلمانانو حق دې او په هغې بندیز د هغې د حقوقو مخنیوې دي.
میانمار کې د مسلمانانو شمېر د دغه هیواد د ولس ۲/۳٪ دې البته د میانمار غرب کې د راخین ولایت روهینګیا ښار مسلمانانو یو ملیون ولس په دې کې شمېر نه دې ځکه چې حکومت هغې په دغه هیواد کې د بنګلادېش کډوال ګڼې.
http://iqna.ir/fa/news/3519130