قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د مالیزیا (Bernama) خبرونو نه په نقل، د مالیزیا پولیس ترهګرۍ سره مقابله کوونکې برخې اعلان کړې: مالیزیا ژبه کې د دابق دیجیتال خپرونه دا خبره په ګوته کوې چې داعش ترهګره ډله خپل ایډیالوژۍ په ستره توګه خپرول غواړې.
د دې خپرونې محتوا هم دا خبره څرګنده وې چې دا ډله جنګ ته وده، ترهګرې او له برونئی، اندونیزیا، مالیزیا او سينګاپور هیوادونو نه ځان لپاره د ځواکونو جلب کول غواړي.
له دې خپرونې سره داعش له فلم نه چې په کې خپله ایډیالوژي د اسلامی ښودو په شکل کې وړاندې کړې استفاده کول غواړې.
د مالیزیا ترهګرو سره مقابله کوونکې پولیس تاکید کړې: د داعش خپرونې دابق محتوا د ابن تیمیه چې د وهابیت بنسټګر دې په نظریه لیکلې شوې، چې په کې د پیغمبر صلی الله علیه و آله میلاد، نعتونه ویل، د یاسین لوستل او زیارتونو ته تلل کفر ګڼلې شوې، او اعتقاد لرې چې دا عمل کوونکې باید ووژلې شي.
پولیس زیاته کړې: مونږ منظمه توګه مالیزیا کې د داعش خپرونو او د هغې پرمختګ سره مقابله کوو او پرې نظر ساتو.
د مالیزیا پولیس همدارنګه د ځنې رسنۍ او ډلو مرستې سره ځنې هغه سایټونه چې دغه ایډیالوژي خپره وې بند کړې دې.
http://iqna.ir/fa/news/3522253