IQNA

مصر کې «د ښکلې آواز قاریان» مقابله به نړیواله شي

8:34 - August 18, 2016
د خبر لمبر: 3480152
نړیواله ډله: مصر کې د ښکلی آواز قاریان کمېټه غونډه پیل شوه او د دې کمېټه غړو د دې مقابلو نړیواله کېدو لپاره د هڅو خبر ورکړو.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د الوفد خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا غونډه د مصر اوقاف وزیر محمد مختار جمعه او د مصر قرآن راډیو چینل مشر سید صالح، د مصر ټلوېزیون دینی پروګرامونو مشر عبدالعزیز عمران، د الازهر پوهنتون ژبه پوهنې استاد عبدالحکم صالح او د مصر قرآن کریم او جوماتونو چارو مرکزی ادارې مشر محمد عبدالموجود په شتون کې پیل شو.

په دې غونډه کې د سراسر مقابلو لپاره د ښکلی اواز لرونکې او قاریان ټاکلو باندې خبرې اترې او څېړنه وشوه.

د «ښکلې اواز قاریان ټاکل» کمېټه هڅه کوې چې دا مقابلې له ملي سطح نه نړیواله سطح ته ور ورسوې،

همدارنګه دا کمېټه هغه قاریانو او مشغول کسانو ته چې لازم شرطونه ولرې د قرآن کریم حفظ کولو لاسلیک به ورته هم ورکوې.

د مصر اسلامی چارو او اوقاف مشر د دغه هیواد د راډیو او ټلوېزیون اتحادیه په مرسته د ښکلې اواز لرونکو او د قاریانو لپاره د دغه هیواد مختلو ولایتونو او سیمو کې سترې مقابلې پیل کوې.

په دغه مقابلو کې ګډون لپاره له مصر اوقاف وزارت سایټ باندې خپل نوم لېږلې کېږي او له هر مقابله کوونکې نه د دوه منټونو یو غږیز فایل غوستلې کېږي چې له خپل قرائت دغه تلاوت به د یوټیوب سایټ باندې آپلوډ کوې او د فرم ډکولو نه ورستو به د دغه آپلوډ شوې غږیز فایل پته به ټاکلې شوي ځای کې ورکوې. د دې مقابلو لومړي آزمون د مصر مختلفو ولایتونو په سطح پیل کېږي او د دې اخیرنۍ آزمون د مصر اوقاف وزارت له اړخه ټاکلې شوې مقابلو کې پيل کېږي.

http://iqna.ir/fa/news/3522660


captcha