IQNA

د المپیک رسمي سایټ څرګنده کړه

کیمیا علیزاده او هدایا وهبة، تکوانډو کې د مسلمانانو ښځو مشري دې

15:50 - August 23, 2016
د خبر لمبر: 3480157
نړیواله ډله: د ۲۰۱۶ المپیک رسمي سایټ یو خبر ورکولو سره لیکلې: د اسلامی هیوادونو مسلمانان پېغلې چې د المپیک تکوانډو مقابلو کې د تکوانډو مقابلو کې د مسلمانانو ښځو مشري په توګه یی څرګنده کړه چې د مسلمانانو ښځو وړتیا او ظرفیت د لوبې په دې برخه کې په وده دې.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د المپیک مقابلو رسنۍ ویبپاڼه ریو «Rio2016.com» له ایران نه کیمیا علیزاده او له مصر هدایا وهبة د تکواندو 57 کلو ګرام مقابلو کې سره د برونزو مډال ترلاسه کړو او د شمال افریقا او منځني ختیځ ښځو مهارتونه یی په ګوته کړل.

د ایران ۱۸ کلنې غړې کیمیا علیزاده له ګټې نه ورستو په دې مقابلو کې د دغه هیواد برونزو مډال ګڼوونکې لومړۍ ښځې په توګه وویل: هیله لرم چې دا مډال زما د هیواد نجلکیو لپاره په المپيک کې ګډون کولو او مډال ترلاسه کولو لپاره لاره وې.

هغې زیاته کړه: هیله لرم چې راروانو مقابلو کې زیات مډالونه وګټم او دا مډال زه ټولو ایرانی نجلکیو ته ډالي کوم.

خو ولی د دې لوبغاړې چې د ایران ښځو لوبغاړیو کې د المپیک مډال لومړي ځل ترلاسه کړې لومړي کار د شکر سجده وه.

دا لوبغاړې چې یو حجاب لرونکې ایرانی لوبغاړې ده لومړي ځل د المپیک مډال ګټلو سره یی ایرانی ښځو باندې ثابته کړه چې اسلامی حجاب سره هم هغوي کولې شي د لوبو نړۍ کې لوړ مقام ترلاسه کړې، او د خپل هیواد لپاره د سر لوړتوب نښه وګرځې. کیمیا د ایران لوبو تاریخ کې ترټولو پېغله لوبغاړې ده چې د المپیک مډال یی وګټلو.

د مصر غړې هدایا وهبة هم لومړي ځل د المپيک تکوانډو برخه کې د خپل هیواد لپاره مډال وګټو، هغې وویل: مونږ ټول سره برابر یو او د یو بل د دین احترام کوو.

http://iqna.ir/fa/news/3524010


captcha