IQNA

د نیویارک فیشن اونۍ کې لومړي ځل لپاره د حجاب ټولګې

1:33 - September 20, 2016
د خبر لمبر: 3480199
نړیواله ډله: د اندونیزیا طرح کوونکې انیسه حسیبوان د لومړي مسلمان طرح کوونکې په توګه د نیویارک فیشن اونۍ کې د پسرلی او اوړی لپاره د حجاب د نوې ډیزاینونو لړۍ وړاندې کړي.
د نیویارک فیشن اونۍ کې لومړي ځل لپاره د حجاب ټولګې

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اینډیپنډنټ ورځپاڼې نه په نقل، دا لومړۍ ځل دی چې نیویارک د فیشن اونۍ کې د حجاب مختلف ډولونه د نندراې لپاره وړاندې کېږي.

انیسه حسیبوان چې په جاکارتا کې مېشته ده او یو بوتیک لري وایئ چې د طرحې د زېږېدنې ځای د کلتور نه اخیستلې شوي.

نیویارک کې د حسیبوان له اړخه طرح شوې ۴۸ اسلامی جامې نندارتون لپاره وړاندې کړې او هغه پخپله هم هلته شتون لري چې ننداره کوونکې تشویق کړی.

د ټولنیزه رسنۍ کې هم د حجاب ټولګې ډېر تشویق شوي او استقبال ترې شوی دي.

حسبیوان له دې نه وړاندې د لندن او د پاریس فیشن اونۍ کې هم خپل اسلامی طرحې وړاندې کړي وې.

http://iqna.ir/fa/news/3530626


captcha