IQNA

استرالیا کې د قرآن پر بنسټ د عالي ارزښتونو خپرول

12:27 - September 21, 2016
د خبر لمبر: 3480202
نړیواله ډله: استرالیا کې د مسلمانانو لپاره عالي ارزښتونو ډله د مسلمانانو سره د بي عدالتي مقابله کوې، اسلامی ارزښتونه به د قران کریم پر بنسټ په نوې ټولنه کې عالي ارزښتونو سره خپره وې.
استرالیا کې د قرآن پر بنسټ د عالي ارزښتونو خپرول

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د egyptianstreets خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د مسلمانانو لپاره د عالي ارزښتونو ډله(MPV) چې استرالیا کې جوړه شوي هڅه کوې چې اسلامی ارزښتونه د قرآن کریم آیتونو او اسلامی مکتبونو پر اساس، د نوې او اسلامی ټولنه کې له افراطی سره مقابله او اسلام درک وړاندې کولو او د مسلمانو بي عدالتۍ سره مقابلې، خپور کړي.

د دې ډلې مشر ریم سوید، د شعار، عقاید، هڅو او ټولنیزه کې د مسلمانانو زدکړو، سیاسي او ټولنیزه ستونزو د حل ډله ییز پروژو توضیح ورکړه او وې ویل: اعتقاد لرم چې د هر هغه کس هدف چې د قرآن تلاوت کوې د رحمت او بښنې لپاره هڅی کوې او الله دا رحمت او بښنه دغه کس ته ډالی کوي.

هغه دې ته اشارې سره چې څرنګه دا ډلې او ټولنې دا توان لري چې مذهبی بحثونه اصلاح کړي زیاته کړه: ټولنه کې د افکارو د تبادلې لپاره یوه فضا جوړول ډېر مهم دي.

سوید څرګنده کړه: اسلام یواځې لمونځ او روژه نه ده، بلکې د روحانی او فلسفي مفاهمو مجموعه ده چې د دې دین درک لپاره باید هغې ته توجه وشي.

سوید د دې ډلې یوه پروژه د ملګرې ملتونو سازمان سره د مسلمانانو حقوق حفظ کولو لپاره همکاري ده هغه څرګنده کړه: د غیر مسلمانانو سره اړیکې جوړول، عمومي تقریرونه او د قرآنی مفهومونو د اسلام معرفي لپاره خپرونه د دې ډلې پروګرامونه دی.

http://iqna.ir/fa/news/3531117


captcha