IQNA

د سينګاپور په جومات کې د نادرو قلمي قرآنونو خزانه

0:31 - September 24, 2016
د خبر لمبر: 3480204
نړیواله ډله: سينګاپور کې د بعلاوی جومات له کلونو رسي د نادرو قلمي قرآنونو او اسلامی کتابونو خزانو کوربه دې.
د سينګاپور په جومات کې د نادرو قلمي قرآنونو خزانه

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د یاهو خبرونو نه په نقل، دا قلمي نسخې د دې جومات موجوده امام حبیب حسن العطاس د پلار په لاس په کلونو کې راټولې شوي دي.

د هغه پلار چې دا نسخې یی په کور کې ساتلې، په ۱۹۸۰ کې یی تصمیم واخیستو چې دا جومات ته منتقل کړې چې ټول یی ننداره وکړې او د اسلام او د هغې په سينګاپور کې د شتون نه خبر شي.

په دې مجموعه کې د قرآن کریم مختلفې نسخې چې په بېلابېل دورو کې لیکلې شوي چې تر ټولو لرغونې قلمي نسخه د عثمانې حکومت دور سره تړون لري.

د دې قرآن لرغونتوب چې د ګډ په څرمن لیکلې شوي او حاشیه یی په سرو زرو سینګار شوي تر ۶۰۰ کاله ښودلې شوي.

همدارنګه قرآنونه او اسلامی قلمي کتابونه چې په دې خزانه کې ترې ساتنه کېږي له مختلفو هیوادونو لکه ترکی، سعودی عرب، اندونیزیا، چین او مغولستان نه سينګاپور ته راوړي شوي.

د دې نسخو په لویو شیشو کې جومات کې ساتنه کېږي او د دې د حفاظت لپاره ډېر هڅې ترسره کېږي چې د ابو او هوا له اثراتو نه لرې وې.

http://iqna.ir/fa/news/3531791


captcha