IQNA

حجت الاسلام ناصر عباس

د عتبات عالیات زائرانو ستونزې حل کولو مسئول د پاکستان حکومت دي + انځور

21:15 - September 27, 2016
د خبر لمبر: 3480211
نړیواله ډله: د پاکستان مجلس وحدت مسلمین مشر د ایران او پاکستان پولې نه کتنه او په پولې باندې د زائرانو د چارو واکمنو سره لید کې وویل: حکومت دنده لرې چې خپل ټول شتون سره، ضروري اقدامات چې د زائرانو د ښېګړې او خدمت لپاره وي ترسره کړي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، له پاکستان نه، د پاکستان مجلس وحدت مسلمین مشر حجت الاسلام ناصر عباس د عراق سپېڅلې زیارتونو او د امام رضا علیه السلام د پاکستانی زائرانو د ستونزو حل لپاره د ایران او پاکستان پولې نه کتنه وکړه او له نظامي او ګمرکي مسؤولانو سره کتنه وکړه.

هغه دې ته اشارې سره چې زائران اسانتیاوو د نشتوالي له امله ډېري ستونزې لرې څرګنده کړه: د امنیت نشتوالې، د روغتيايي مسایل او د اوسېدلو امکاناتو نشتوالي د زائرانو څرګنده ستونزې دي او حکومت دنده لرې چې خپل ټول توان سره، ضروري اقدامات چې د زائرانو د ښېګړې او خدمت لپاره وي ترسره کړي.

د عتبات عالیات زائرانو ستونزې حل کولو مسئول د پاکستان حکومت دي + انځور

د عتبات عالیات زائرانو ستونزې حل کولو مسئول د پاکستان حکومت دي + انځور

د عتبات عالیات زائرانو ستونزې حل کولو مسئول د پاکستان حکومت دي + انځور

د پاکستان مجلس وحدت مسلمین مشر همدارنګه د پاکستان او ایران پولې تفتان سیمه کې له زائرانو سره کتنه وکړه او له ستونزو یی ځان خبر کړو او ډاډ یی ورکړو چې عالمان او مجلس وحدت به د هغوي ستونزې حل کولو لپاره تر خپل وسه پورې هڅې کوي. .

د ګمرکی مسؤولانو هم د امکاناتو نشتوالي له کبله شکایت وکړو او څرګنده یی کړه: مونږ سره د دې چې امکانات نه لرو شپه ورځ د زائرانو په خدمت کې حاضر یو او مونږ پر دې افتخار کوو.

په دې کتنه کې د بلوچستان ولایتي غونډې غړې آغا رضا هم شتون لرلو او هغه په تفتان کې د زائرانو لپاره یوې لوي ځای جوړولو او د امکاناتو په راروانو څلور میاشتو کې تکمیل کولو خبر ورکړو.

http://iqna.ir/fa/news/3532381


captcha