IQNA

د ډنمارک مهاجر پارک لپاره د اسلامی معماري جایزه

0:21 - October 08, 2016
د خبر لمبر: 3480230
نړیواله ډله: کینهاګ کې سویرکیلن پارک چې د مسلمان مهاجرو لپاره د هغوي او د غیر مسلمانانو ترمنځه اړیکو ته وده ورکولو په هدف سره جوړ شوي دی، د آقا خان معماري جایزه یی ګټلې ده.
د ډنمارک مهاجر پارک لپاره د اسلامی معماري جایزه

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د هافینګتون پوسټ خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د آقا خان معماري جایزه چې د اسلامی، مورنۍ او د نوې او لرغونې معماري طریقو سره د دریمې نړۍ ودې باندې تمرکز لرې، په ۱۲ مهر د اتبار په ورځ باندې شپږو غورو معماري ته ورکړې شو چې کینهاګ کې د سویرکیلن پارک هم د ډنمارک دغه ګټونکو کې شامل وو.

د اسلامی موضوعاتو سره د مجسمو وجود د دې پارک خاصیت دې چې دې پارک ته یی توپیر ورکړي.

دا پارک کینهاګ کې د مهاجر مسلمانانو محرومه سیمه کې د محلي مسلمانانو کتنې لپاره د دغه ښار کې ۶۰ ملیتونو خلکو لپاره جوړ شوي .

د دې جایزه شپږ ګټونکي د ۳۴۸ معماري پروژو د نړۍ له ۶۹ هیوادونو ترمنځه د معماري کارپوهاندو دارورانو لخوا ټاکلې کېږي.

محمد الاسد د دې جایزه پیل کوونکې کمېټه مشر وویل: معماري کېدلي شی چې د خلکو ترمنځه د ښه اړیکو وسیله او د نړۍ د ټولو مسلمانانو ټولنو ترمنځه شریکوالي وي.

هغه زیاته کړه: په اروپا کې د غیر مسلمانانو او مهاجرو ترمنځه موجود خړ پړتیا ته په پام سره دا پارک یو بې نظیره پارک دي ځکه چې خلک مختلف دینونه سره جمع کوې او د هغوي ترمنځه د اړیکو باعث جوړېږي.

د آقاجان معماري جایزه هر درې کلنو کې یو ځل د آقاخان وده ورکوونکې بنیاد یو څو یا یو معمار ته ډالي کوي.

دا جایزه چې په کال ۱۹۷۷ کې له کریم آقاخان له اړخه بنسټ اېښودي او نړۍ له مالي توان په لحاظ ترټولو اوچت شمېرلې کېږي دا جایزه ګټونکي ته یو ملیون امریکایی ډالر ډالي کېږي.

http://iqna.ir/fa/news/3535655


captcha