قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د Islamabad.icro خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا پروګرام د «سوله ييزه غونډه» عنوان سره پیل کېږي او شیعه او سنی ۱۴ کسه شاعران او مرثیه لوستونکې په دې کې شتون لرلو.
د عاشورا شعر شپه د پاکستان ATV ټی وی کې ضبط کېدو نه پس د تاسوعا او عاشورا په ورځ دغه چینل نه خپور شو.
دا برنامه چې پرله پسې د دریم کال د جمهوری اسلامی کلتوری سازمان او د ATV چینل له اړخه په ګډه توګه خپور شو، چې په ستر استقبال سره د پاکستان دننه او بهرنې کتونکو دا پروګرام وکتو.
اسلام آباد کې د ایران کلتوری سازمان مشر قاسم مرادی، په دې پروګرام کې د شیعه او سنی شاعرانو ترمنځه هم شتون لرو دا شاعران اختر عثمان، جمیل قلندر، كمیل قزلباش، خرم خلیق، قاری بزرگ شاه الازهری، تهذیب الحسن، اصغر علی حیدری، علی یاسر، ثمرین كوثر، علیاكبر عباس، حلیم قریشی، سیدنصرت زیدی، قاسم مرادی او خانم عابده نقوي په دغه غونډه کې د امام حسین علیه السلام او د کربلا د شهیدانو په هکله شعر خوانی وکړه.
د عاشورا شعر شپه د یو ګېنټې لپاره په دوه برخه کې د تاسوعا او عاشوره په ورځ اردو ژبه کې له ATV چینل نه خپرېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3537883