قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د ترک پارس نه په نقل، د لرغونې قرآن نسخو لومړي ستر نندارتون دروازې د امریکا مرکزی ښار واشنګټن دی سی کې له پرون ۲۹ مهر نه د خبریالو او د رسنۍ کسانو لپاره خلاصې شوې
د عمومي نندارې لپاره دا نندارتون د واشنګټن اسمیتسونیان موزه عمارت آرتور ام ساکلر سالون کې له لومړي آبان نه پرانیستا کېږي.
د واشنګټن اسمیتسونیان موزه په ۲۸ مهر باندې یوه بیانیه کې اعلان کړې وو: دا نندارتون د «ترکی او د اسلامی هنرو موزه له خزانونه نندارتون» شعار سره پیل کېږي.
په دغه بیانیه کې راغلې: دا نندارتون د ترکی او اسلامی استامبول هنر موزه او د ترکی سیلاني او کلتور وزارت په مرسته پیل کېږي چې په کې به تقریباْ د یو زر کالو لرغونې قرآنی نسخې د ۷ پېړۍ نه تر ۱۷ میلادی پېړۍ پورې نندارتون ته وړاندې کوي.
د واشنګټن اسمیتسونیان موزه دغه بیانیه کې دې ته اشارې سره چې دا نندارتون د قران کریم اطلاعات انتقال کولو لپاره له ویناوې نه تر لیک پورې خلکو ته وړاندې کېږي ویلې دې: دې نندارتون کې ځنې نسخې چې ځانګړې داستان لرې نندارې ته وړاندې شوې او صنعت او د هغې د جوړوونکې به هغه وړاندې کوې.
امریکا کې د قرآن کریم لومړۍ لرغونی قرآن نسخو نندارتون د ترکی هلدینګ کوچ په همت سره پیل کېږی.