قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «Arakan NA» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، په دغه برید کې چې سهار اووه بجې د امنیتي ځواکونو له اړخه د راخین ولایت مائونګدا ښار په کورونو باندې شوې او تر ماسپښین پورې په کې د مسلمانانو خلاف د تاوتریخوالی اقداماتو ادامه لرله.
د مسلمانانو مال او دولت لوټ کول، د ښځې بې حرمتي، ځنې ښاریزه بندی کول او ځې وژل، په جوماتونو باندې برید په دغه حمله کې د امنیتي ځواکونو له اړخه ترسره شول.
ځواکونو همدارنګه په جوماتونو باندې حمله کې د هغې سپکاوې او د قرآن کریم نه پاڼې شکولو سره د هغې سپکاوې وکړو او جومات ته یی زیان رسولو سره د روهینګیا مسلمانانو احساسات مجروح کړل.
د ځواکونو له اړخه د روهینګیا مسلمانانو اقلیت په خلاف دا وروستی سختو پلو په میانمار کې د یو شمېر ځواکونو وژل په نتیجه کې پیل کېږي چې په کې د روهینګیا مسلمانان مجرم ټاکلې شوي.
د روهینګیا اقلیتی مسلمانانو په خلاف د میانمار د چارواکو او ځواکونو له اړخه د بشري حقوقو څخه د سرغړونو راپور په سبب د ځنې ډلو له اړخه د بشر دوستانه کارونو فعال شوي.
زيات شمېر د مرستې او بشري سازمانونو د دې حالتو په اړه اندېښنه څرګندولو سره له میانمار حکومت نه غوښتنه کړې چې اجازت ورکړي چې د راخین ولایت کې بې کوره شوې خلکو سره مرسته وکړې، خو د میانمار حکومت هغې ته اجازت نه دی ورکړې.
http://www.iqna.ir/fa/news/3542086