IQNA

د پاکستان یوې ماشومې د قرآن حفظ کولو کې ریکارډ جوړ کړو

1:02 - November 08, 2016
د خبر لمبر: 3480261
نړیواله دله: د پاکستان یوې محصلې ټول قرآن کریم په ۲۹ ورځو کې حفظ کولو سره تر ټولو نه کم وخت کې د قرآن حفظ کولو ریکارډ د پاکستان په نوم کړو.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پاکستان قدرت ورځپاڼې نه په نقل، د پاکستان یوې محصلې چې د ټول قرآن کریم په ۲۹ ورځو کې حفظ کولو کې کامیابه شوې تر ټولو نه کم وخت کې د قرآن حفظ کولو ریکارډ د پاکستان په نوم کړو.

جویریه د یوې غریبې کورنۍ نه ده چې د لاهور «غازی آباد» سیمې کې مېشت دې زیات کوښښ او محنت سره یی قرآن کریم تر ټولو نه کم وخت کې حفظ کړو.

د پاکستان حکومتي چارواکو غوښتنه کړې چې باید دا ریکارډ د نړۍ ریکارډ کتاب(ګینس) کې ثبت شي.

د دغه پاکستاني ماشومې پلار غریب او مزدور کس دې چې زیاتو ستونزو سره مخامخ دي.

جویریه دا ریکارډ په خپل نوم ثبت کول ځان لپاره یو ستر افتخار بولي.

د پاکستان یوې ماشومې د قرآن حفظ کولو کې ریکارډ جوړ کړو

http://iqna.ir/fa/news/3543367

captcha