IQNA

امارات کې د ښځو قرآني نړیواله مقابلو دویمه ورځ کې ۷ مقابلې

0:46 - November 12, 2016
د خبر لمبر: 3480268
نړیواله ډله: ۷ مقابله کوونکې له نروژ، مصر، قزاقستان، کامرون، بورکینافاسو، تایلند او آفریقای مرکز کې د امارت قرآن کریم نړیواله مقابلو کې چې د شیخة فاطمة بنت مبارک نوم سره ټاکلې شوې له یو بل سره مقابلې پیل کړي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د alkhaleej.ae نه په نقل، اماراتو کې د ښځو قرآن نړیواله مقابلو لومړۍ دورې دویمه ورځ په ۱۷ آبان د دبی کلتور او علمي کلپ کې پيل شوه.

فادی عدرة له نروژ، ، «عائشة محمد ثاني» له كامرون، «سناء كمال محمد حسين»، له مصر، «جولزرن ماجد تورجانيانج» له قزاقستان، «حليمة ويدراوغو» له بوركينافاسو، «هاسامي ساها» له تایلند، و «تومة عمر أبكر» له آفریقای مرکزی هغه اووه مقابله کوونکې وې چې پرون یی سره مقابله وکړه او د داورانو کمېټه ته یی ځوابونه ورکړل.

د راپور له مخې، د دې اووه مقابله ډېره سخته وه او سره ډېر نږدې وې، ځکه چې ټولې مقابله کوونکې د تجوید احکام او د قرآن حفظ باندې تسلط لرلو او د قرآن کریم د آیتونو ترتیل په وخت یی اعتماد لرلو، او ټولې مقابله کوونکې د دوربین مخې ته هیڅ روحي فشار نه لرلو.

د مقابلو په دویمه ورځ، د ابوظبۍ اسلامی بانک نه مېلمانه، د دبی عدالت، د دبی مرسته کوونکې موسسې، د اقتصادي پرمختګ ادارې او د دې مقابلې پیل کوونکې کمېټه غړې د دبی د حاکم کلتوری مرستیال ابراهیم بوملحه په شتون کې دا مقابلې پيل شوې.

یادښتونه: د ایران ټول قرآن حافظه حنانه خلفی د ایران د غړې په توګه دغه مقابلو کې شرکت کړې او دا د حنانه خلفی لومړۍ ځل وو د قرآن نړیواله مقابلو کې ګډون کولو.

دبی کې د ښځو قرآن نړیواله مقابلو لومړۍ دوره د دې کال ۱۶آبان میاشته کې د شیخة فاطمة بنت مبارک نوم سره ټاکلې شوې دې د جمعه ورځې ۲۸ آبان پورې ادامه لري.

http://iqna.ir/fa/news/3544281


captcha