IQNA

د پاکستان د شیعیانو لارښود د امام حسین علیه السلام د څلوېښتۍ یون کې ګډون

0:13 - November 14, 2016
د خبر لمبر: 3480274
نړیواله دله: د پاکستان وحدت مسلمین مجلس مشر او د دغه هیواد د شیعیانو مشهور لارښود حجت الاسلام و المسلمین راجا ناصر عباس د امام حسین علیه السلام د څلوېښتي یون کې چې د نجف نه کربلا ته شورو شوي ګډون وکړو.
د پاکستان د شیعیانو لارښود د امام حسین علیه السلام د څلوېښتۍ یون کې ګډون

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، له پاکستان، د پاکستان مجلس وحدت مسلمین مشر حجت الاسلام و المسلمین راجا ناصر سره د پاکستانی زائرینو یوې ډلې سره پیاده د امام حسین علیه السلام زیارت ته روان دي.

د پاکستان مجلس وحدت المسلمین دفتر اعلان کړې: حجت الاسلام و المسلمین راجا ناصر عباس له ۱۵ صفر په ورځ د ماسپښین لمونځ نه ورستو د امام علی علیه السلام د حرم مطهر نه د امام حسین علیه السلام د څلوېښتي لپاره کربلا ته روان شوي، او پاکستانیان هم کولې شي چې په دغه سپېڅلې سفر کې ګډون وکړي.

همدارنګه حجت الاسلام راجا ناصر عباس به پاکستانی نورو زائرینو سره د اربعین په ورځه د امام حسین علیه السلام زیارت کوي.

هر کال په زرګو پاکستانی مسلمانان او همدارنګه د نورو هیوادونو نه شیعه او سنی د اربعین په ورځه د امام حسین علیه السلام زیارت لپاره پیاده کربلا ته روانېږي او د اربعین په ورځه د امام حسین علیه السلام زیارت کوي.

http://www.iqna.ir/fa/news/3545114


captcha