IQNA

د کربلا او نجف ترمنځه لار کې د قرآن کریم نړیواله محفل +انځور

1:30 - November 17, 2016
د خبر لمبر: 3480280
نړیواله ډله: د عراق د خلکو بسیج قرآن کریم سره تړلي ادارې، قرآن کریم سره مینه نړیواله محفل د نجف نه تر کربلا په لار کې پیل کړي.

د عراق د خلکو بسیج قرآن کریم سره تړلي اداري دې راپور قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) لپاره تیارولو سره اعلان کړي: قرآن سره د مینې دا نړیواله محفل، پرون ۲۳ آبان باندې قرآنی دمه خېمه کې چې د کربلا او نجف په لار کې لګېدلې پیل شو.

د نړیواله الغدیر يوځای وینا او تواشیح ډلې او د پاکستان او ایران هیوادونو قاریانو په دغه قرآنی محفل کې شتون لرلو.

دا قرآن سره مینه نړیواله محفل د جمهوری اسلامی ایران قاری یوسف صادق ښکلې تلاوت سره شورو شو او په ادامه کې د کربلا د ولایت د خلکو بسیج قرآن کریم ادارې مشر د امام حسین علیه السلام او د هغوي د الله له دین او آسماني شریعت نه دفاع کولو عظیم او سترې قرباني په هکله تقریر وکړو.

د دې راپور له مخې، د پروګرام په ادامه کې د ایران قاری محمد کرمانی او د خادمان حسین علیه السلام موکب غړو قرآنی آیتونه تلاوت کړل او بیا د الغدیر نړیواله تواشیح او یوځای وینا کوونکو د امام حسین علیه السلام د اربعین(د امام حسین علیه السلام د شهادت څلوېښتمه ورځ) په اړه خپل کلامونه وړاندې کړل.

د دې قرآن سره مینه نړیواله محفل کې، چې د الغدیر تواشیح ډلې مسئول محمد دهدشتی په څارنه کې پیل شو د خلکو بسیج قاری علی المریان د قرآن تلاوت او د امام زمانه عج دعا ولوستله.

یادښتونه، د عراق د خلکو بسیج قرآن کریم چارو ادارې د امام حسین علیه السلام د اربعین مناسبت سره یو شمېر خېمه د قرآنی دمه عنوان لاندې د کربلا او نجف په لار کې لګولې دی، په دغه خېمو کې د امام حسین علیه السلام زائرین(د امام حسین علیه السلام زیارت کوونکې) د امام حسین علیه السلام د اربعین زیارت ژوندي کولو لپاره چې د کربلا په لور روان دي دمه کوې او قرآنی خدمات ورته وړاندې کېږي.

د کربلا او نجف ترمنځه لار کې د قرآن کریم نړیواله محفل +انځور

د کربلا او نجف ترمنځه لار کې د قرآن کریم نړیواله محفل +انځور

د کربلا او نجف ترمنځه لار کې د قرآن کریم نړیواله محفل +انځور

د کربلا او نجف ترمنځه لار کې د قرآن کریم نړیواله محفل +انځور

د کربلا او نجف ترمنځه لار کې د قرآن کریم نړیواله محفل +انځور

http://iqna.ir/fa/news/3545928


captcha