قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د القدس العربی خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د نینوا اهل سنتو اوقاف مشر خپلې وینا کې روښانه کړې چې داعش په موصل باندې د قبضه (کال ۲۰۱۴) نه تراوسه ۳۷ جوماتونه په کامله توګه تخریب کړي دي چې په دغه کې ځنې جوماتونه تاریخي او لرغونې وو.
هغه زیاته کړه: داعش ترهګرې ډلې د دغه ۳۷ جوماتونو تخریب کولو دلیل د دغه جوماتونو په هدیره کې جوړول ښودلي.
د سني اوقاف مشر په موصل کې همدارنګه دې بیان سره چې د په دغه ۱۰۴ جوماتونو کې ۶۷ جوماتونه د ځواکونو او د داعش په نښته کې ویجاړ شوي څرګنده کړه: په دغه کې زیات جوماتونه په ستر توګه ویجاړ شوي او اوس د استفادې وړ نه لري او باید بیا له سره جوړ شي.
کنعان په اخیره کې وویل: موصل کې د تاریخي جوماتونو ویجاړتیا د دغه ښار د یو تاریخي او لرغوني ښار اهمیت لرلو په دلیل یو ستر زیان ګڼلې کېږي.
د موصل ازادولو په نښته کې د عراق ځواکونه محله په محله پرمختګ کوي چې له دوه کالو نه پس دا ښار ترلاسه کړي او هم له دې کبله په عراق کې اوس د ترهګرو جړې ویستلې شوي او د دغه عملیاتو ګټې ترلاسه شوي.
http://iqna.ir/fa/news/3552341