IQNA

17:43 - December 23, 2016
د خبر لمبر: 3480323
نړیواله ډله: د مالیزیا په مرکزی ښار کوالالمپور کې د اسلامی هیوادونو ترمنځه د علم او ټکنالوژۍ د تبادلې ارزونې ۵ ورځنې غونډه پیل شوه.
مالیزیا کې د اسلامی هیوادونو ترمنځه د علم او ټکنالوژۍ د تبادلې ارزونې

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د press tv نه په نقل، دا غونډه د مالیزیا پوترا پوهنتون همکارۍ سره د مصطفی صلی الله علیه و آله علم او ټکنالوژۍ بنسټ له اړخه د مصطفی صلی الله علیه و آله کلیزه جایزه مقابلې پیل کېدو په وخت پیل شوه.

د سراسر نړۍ نه یو شمېر کارپوهه او پوهاند مسلمانان په دې ۵ ورځې غونډه کې چې تر ۳ دی پورې ادامه لرله ګډون وکړو.

مصطفی جایزه د علم او ټکنالوژۍ حوزې یوه مقابله ده، چې هر دوه کالو کې یو ځل پیل کېږي او د مختلفو زدکړو ورکشاپونو او غونډو سره چې په کې د اسلامی هیوادونو نه پوهاند او څېړونکې ګډون کوي پیل کېږي.

دا مقابلې اسلامی هیوادونو کې د زدکړو او روزنو ته وده او تشویق کولو هدف سره او د علم او ټکنالوژۍ موسسو ترمنځه همکارۍ ته وده ورکولو لپاره د اسلامی همکاري سازمان غړو هیوادونو ترمنځه پیل کېږي.

د استادانو او د څېړونکې ترمنځه اړیکې ته وده ورکول او اسلامی هیوادونو کې علمي پرمختګ د دې پروګرامونو نورې موخې ګڼلې شوي.

د مصطفی جایزه په څلورو برخو د بيولوژيکي علم او ټکنالوژۍ، طب، نانو علم او ټکنالوژۍ، د اړیکو او اطلاعاتو علم او ټکنالوژۍ او د علم نورو برخو کې پیل کېږي.

دا جایزه ترلاسه کولو لپاره چې د کومو برخو څېړنه کېږي هغې کې د خپرونو کیفیت او شمېر، د نوښت او ابتکار شمېرلې شي.

د نانو ټکنالوژي کار پوهاند جکی پینګ چې سينګاپور کې او د اردن کیمیاپوه عمر یاغي چې په تهران کې د مصطفی جایزه ترلاسه کړې وه هم به دې کال په مالیزیا کې شتون لري.

مصطفی صلی الله علیه و آله جایزه په کال ۲۰۱۳ کې شورو شوي او اسلامی هیوادونو د لومړۍ صف پوهنتون او علمي مرکزونه په دې کې ګډون کوي.

http://iqna.ir/fa/news/3555610


د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: