IQNA

مسجد الاقصی باندې برید لپاره د صهیونیست غوښتنه

12:19 - December 28, 2016
د خبر لمبر: 3480332
نړیواله ډله: د افراطی یهودي ډلو او سازمانونو د یهودو د اختر حنوکا په ورځ د خلکو غوښتنې سره، یوه ستره او د یهودیانو سره یوځای په مسجد الاقصی باندې برید کولو غوښتنه کړي.
مسجد الاقصی باندې برید لپاره د صهیونیست غوښتنه

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د فلسطین خبرونو مرکز نه په نقل، د افراطی یهودي ډلو او سازمانونو د یهودو د اختر حنوکا په ورځ د ځانګړې پروګرامونو او مراسمو پیل کولو لپاره او د مسجد الاقصی شمعدان تلمودی ته ننوتلو کوښښ لپاره د خلکو غوښتنې سره، یوه ستره او د یهودیانو سره یوځای په مسجد الاقصی باندې برید کولو غوښتنه کړي.

دا پروګرامونه او مراسم د صهیونیستی حکومت د څارنې لاندې چې په سر کې افراطی یهودی خاخام یهودا ګلک، میګی زوهر، شولی موعلم، پروفیسر اریه الدد، او دوه نور افراطی یهودی خاخام اسرائیل ارئیل و شیمون البیوم شامل دی پیل کېږي.

د صهیونیستی خبرونو سرچینو اعلان کړی چې د افراطی یهودي ډلو او سازمانونو د دغه ورځې نه مخکې تبلیغ شورو کړې چې زیات نه زیات یهودیان به دغه کې ګډون وکړې او د سره یوځای د دې اونۍ په اخیره کې په مسجد الاقصی باندې برید وکړي.

د دغو ډلو په غوښتنه لیک کې راغلې چې صهیونیستی پولیس ذمه اخیستلې چې په مسجد الاقصی باندې برید کولو کې د صهیونیست ښاریزو د امنیت نه به ساتنه کوې او له دې لپاره به فلسطینو ته جومات ته د ننوتلو اجازت نه ورکوي.

همدارنګه د دې لپاره د «دریم معبد» مرکز د یهودیانو په مسجد الاقصی باندې برید لپاره تشویق کولو لپاره ویډیو هم خپرې کړي، همدارنګه یهودي افراطی خاخام د مسجد الاقصی سپکاوی کولو اعلان هم کړې او سره د دې د افراطی یهودو سامانونو جذب کولو لپاره یی مسجد الاقصی د ننوتلو لپاره تشویق کړي او اعلان یی کړی چې د یهودیانو د دروغو معبد په هکله به توضیح وړاندې کوي.

حَنوکا یا خَنوکَه او یا عید اخلاص د دیسمبر میاشته کې د یهودیانو اختر دې، دا جشن د کريسټمس ورځې نه شورو کېږي او تقریباْ اته ورځې اختر وې.

http://iqna.ir/fa/news/3556738


captcha