نړیواله ډله: رسمي شمېرې څرګندوي، چې د اروپا ایټالیا هیواد کې د پراختیا له نظره اسلام دویم دین دي، څه دارنګه چې ۳۴٪ له کډوالو چې په دغه هیواد ته راغلي او دلته مېشت شوي مسلمانان دي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د egyptwindow.net خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د فرانس «پرس اینفو» خپرونې اعلان کړي: تقریباْ دوه ملیونه او څلور زره بهرنې کسانو نه چې ایټالیا کې مېشت دي ۸۲۰ زره په دغه کې مسلمانان دي.
د دې فرانسوي ورځپاڼې د راپور پر اساس، ایټالیا کې مېشت مسلمانان د دغه هیواد اقتصادي برخه کې یو فعال ګډون لري، څه دارنګه چې ۴ نه تر ۵٪ پورې د دغه هیواد تولیدات د مسلمانانو په لاس کېدئ.
همدارنګه تقریباْ ۷۰۰ جوماتونه په ایټالیا کې شتون لري، خو ولی دغه هیواد کې مېشت مسلمانانو له اړخه د غوښتنې نه با وجود هم تراوسه ایټالیا کې اسلام په رسمیت نه دي پېژندلي شوي، او ښکارې داسې چې د ځنې سیاسي ګوندو له اړخه لکه د ښې لاس افراطی ډلې(د شمال فدرالي ګوند ) په دغه کې لاس لري.
دې ته توجه سره چې د ایټالیا د اسقف مشر «کارلو لیبراتی» دې میاشته کې دا غبرګون ښودلې وو چې را روان ۱۰ کالو کې به اروپا یو مسلمانه سیمه وي.
http://iqna.ir/fa/news/3567193