IQNA

د امریکا د مسلمانانو استازو د ټرامپ مهاجراتي قانون په خلاف غبرګون

13:41 - March 09, 2017
د خبر لمبر: 3480427
نړیواله ډله: د مسلمانانو دوه استازي «د امریکا متحده ولایتونو استازو غونډه» د ۶ اسلامی هیوادونو ښاریزو باندې امریکې ته را تللو بندیز نوي قانون تصویب کېدو خلاف غبرګون څرګنده کړي.
د امریکا د مسلمانانو استازو د ټرامپ مهاجراتي قانون په خلاف غبرګون

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آناتولی(AA)، د جمهوری امریکا ولسمشر، ډونلډ ټرمپ د ۶ اسلامی هیوادونو ښاریزو امریکا ته را تللو باندې بندیز قانون لاسلیک کړو چې له لومړي نه د مسلمانانو غبرګون سره مخامخ وو.

د مینسوتا ولایت استازي کی د امریکا متحده ولایتونو غړي کیث موریس الیسون د امریکا متحده ولایتونو استازو غونډه کې د دغه هیواد د ولسمشر له اړخه دغه نوي قانون تصویب کېدو نه پس په خپل ټوئیټر کې یو پیغام کې لیکلې: ټرامپ چې خپل انتخاباتي غونډو کې یی د مسلمانانو امریکا ته را تللو باندې د بندیز خبر یی مطرح کړي وه، تراوسه ادعا لري چې د مسلمانانو لپاره د کډوالو قانون نشته، خو ولی زه دا عقیده لرم چې دا قانون د مسلمانانو په خلاف جوړ شوي.

آندره کارسون د ایندیانا ولایت مسلمان استازي هم په خپلو خبرو کې د دغه قانون چې د ۶ اسلامی هیوادونو ښاریزو باندې امریکا کې بندیز دي، خلاف غبرګون څرګنده کړو او وویل: دا نوی قانون هم د هغه تېر قانون دویمه نسخه ده، ټرامپ هڅې کوي چې د مسلمانانو دلته را تللو مخنیوي وکړي، خو ولی دا ممکنه نه ده، مونږ مسلمانانو لپاره د پولو بندولو سره مخالف یو.

یادښتونه: متحده ولایتونو امریکا ته د کډوالو تللو نوې قانون کې د عراق نوم له هغه اسلامی هیوادونو چي بندیز پرې لږېدلې، نه حذف شوي.

http://www.iqna.ir/fa/news/3581615


captcha