قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پاکستان «دی نیشن» ورځپاڼې نه په نقل، د اندونیزیا سفیر ایوان امری د دواړو هیوادونو سره یوځای د جامو او مد نندارتون پیل کولو خبر ورکړو.
هغه د نیشن ورځپاڼې ته مرکه کې وویل: دا نندارتون د اندونیزیا له اړخه د دواړو هیوادونو ترمنځه کلتوری فعالیتونو ته وده ورکولو لپاره یوه هڅه ده.
امری زیاته کړه: ډېر زر په اندونیزیا کې او بیا په پاکستان کې د اسلامی جامو او مد اونۍ پیل کېږي.
د اندونیزیا سفیر څرګنده کړه چې اخیرنۍ څېړنو نه څرګنده شوي چې د اندونیزیا ۵۴٪ ولس د پاکستان په اړه مثبت نظر لري.
اندونیزیا کې د جامو او مد زیات نندارتونونه پیل کېږي.
مسلمانانو په اندونیزیا کې په دې لار کې د اوروپا جامو په مقابله کې دارنګه جامی وړاندې کړي چې له دینی او فکرونو سره یی یوشان وې او په کې ښکلا او تنوع هم وې.