IQNA

7:08 - April 17, 2017
د خبر لمبر: 3480475
نړیواله ډله: د قرآن سره مینې محفل، د هند په کلکته ښار کې د عراق د سپېڅلو زیارتونو قاریانو قرائت سره پيل شو. د هند قرآنی محفل کې د عراقی قاریانو تلاوت
د هند قرآنی محفل کې د عراقی قاریانو تلاوت

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د کفیل نړیواله ویبپاڼې نه په نقل، دا قرآنی محفل د کلنی کلتوري جشن امیر المومنین علیه السلام په څنګ کې او د امام علی علیه السلام، امام حسین علیه السلام، امامین عسکریین علیهما السلام او عباس علیه السلام د زیارتونو قاریانو په شتون کې پيل شو.

دا قرآن کریم سره د مینې محفل چې د هند په کلتته ښار په فضل النساء امام باړه کې پیل شو، چې د امام حسین علیه السلام د حرم موذن او قاری مصطفی الغالبی تلاوت سره شورو شو.

د مراسمو په ادامه کې د امام علی علیه السلام د سپېڅلې زیارت قاری شیخ محمد جاسم، او د امامین عسکریین علیهما السلام سپېڅلې زیارت قاری د قرآن کریم آیتونو تلاوت وکړو.

د حضرت عباس علیه السلام د سپېڅلې زیارت د قاری سید حیدر جلو خان په اواز کې د دعا کمیل قرائت او د امام علی علیه السلام مدح او د دغه امام فضایل او کرامات وړاندې کړل.

هند کې د امیرالمومنین علیه اسلام پنځمه کلنی کلتوری جشن د حضرت عباس علیه السلام د سپېڅلې زیارت له اړخه د هند په کلکته ښار کې پيل شو چې تر ۲۶ فروردین پورې ادامه لرله.

د عراق نورو سپېڅلو زیارتونو د حضرت امام حسین علیه السلام زیارت د حضرت امام علی علیه السلام زیارت او د امامین عسکریین علیهما السلام او همدارنګه د هند شیعیانو هم د دې جشن پيل کولو کې همکاري وکړه.

د کتابونو نندارتون، د نړیواله قاریانو شتون سره د قرآن محفل، له جوماتو او امام باړو نه کتنه هم د دې جشن د پروګرامونه برخه وه.

http://iqna.ir/fa/news/3589443



د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: