IQNA

د لویو حفظ کې دریم مقام ترلاسه کوونکې: د داورانو قضاوت عدالت او انصاف سره وو

17:58 - May 01, 2017
د خبر لمبر: 3480497
نړیواله ډله: محمد عبد الله آدم، د سوډان هیواد د ټول قرآن کریم حافظ او د ایران قرآنی نړیواله مقابلو ۳۴ دوره کې دریم مقام ترلاسه کوونکې څرګنده کړه: د داورانو قضاوت عدالت او انصاف سره وو.
د لویو حفظ کې دریم مقام ترلاسه کوونکې: د داورانو قضاوت عدالت او انصاف سره وو

محمد عبد الله آدم قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) سره مرکه کې په دې اړه وویل: لومړي ځل می د سوډان هیواد له اړه د ټول قرآن کریم حافظ په توګه د ایران نړیواله قرآنی مقابلو کې ګډون وکړم او په دغه برخه کې می دریم مقام ترلاسه کړو.

هغه د دې دورې د مقابلې په دې برخه کې ګډون کوونکو حافظانو د سطح په اړه وویل: د مقابلې د دې دورې حافظان ډېر قوي وو او له هغې نه ډېرو په مختلفو هیوادونو کې د قرآن نړیواله مقابلو کې د ګډون مخینه هم لرله.

محمد عبدالله چې او ۲۶ کلنې دی په ادامه کې وویل: ما په ۱۶ کلنه کې د قرآن کریم حفظ شورو کړې وو او په دوه کالو کې د ټول قرآن حافظ شوم د خارطوم نړیواله جایزه تفسیر او د ټول قرآن حفظ مقابلو کې می هم دریم مقام ترلاسه کړې وو.

هغه په دې دوره کې د داورانو د کمېټه د قضاوت او مقابله کوونکو ته شمېرنې ورکولو په اړه وویل: د داورانو قضاوت عدالت او انصاف سره وو او مقابله کوونکې ته نمبری ورکولو کې مکمل له انصاف نه کار واخیستو.

دې سوډاني قرآنی حافظ وویل: دې ته توجه سره چې زه لومړي ځل دي د قرآن کریم نړیواله مقابلو کې ګډون کوم نو له دې ځې نه تللو نه پس د سوډان ټولنې ته به دا پيغام ځان سره اوړم چې د ایران خلک او د دې هیواد چارواکی د اهل قرآن ډېر قدر او احترام کوې او قرآن کریم په دې هیواد کې ځانګړیتیا لري. هغه په ادامه کې د دې مقابلې شعار «یو کتاب یو امت» ته اشاره وکړه او وې ویل: د دې ستر او عظیم قرآنی کار لپاره د دې شعار انتخاب په دې خبره دلالت کوې چې ایران په اسلامی امت کې یو والی او وحدت ته زیاته توجه لری.

هغه په اخیره کې د قرآنی کار کوونکو له یو بل سره اړیکو لپاره د چینل به اړه وویل: دا مسئله نن ټولیزه چینلو سره حل کېدونکې ده او دارنګه تر سره کېدلې شي چې مقابلې کې د موجود کسانو پته او مشخصات واخیستلې شی او د قرآن کریم لینکونه دې د دغه چینل په زریعه اړیکې سره جوړې شی چې د قرآنی تجربیاتو، او د یووالی او وحدت لپاره مونږ اسلامی امت نه قرآن سره اړیکې نیولو په اړه نظر غوښتنه هم کړو.

captcha