قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Xinhua خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د مخکې نه اعلان له وجهې د ډاکا مسلمانانو د هفته په ماښام جوماتو کې را غونډ شول او د رمضان المبارک میاشتې د لومړۍ ورځې ځانګړې لمونځ یی اقامه کړو.
د بنګلادېش مسلمانان د رمضان میاشته رسېدلو سره د خوشحالۍ او د تراویح لمونځ کولو او د سهار اذان نه مخکې د سحری خوړلو تیارۍ کړې وې.
په ټوله رمضان میاشته کې، د بنګلادېش مسلمانان هره شپه د تراویح لمونځ کوې چې په دې کې لمونځ کې د قرآن کریم سورتونه لوستلې کېږي.
په بنګلادېش کې تقریباْ ۲۵۰ زره جوماتونه شتون لرې چې په دې کې ۶ زره جوماتونه په ډاکا د دغه هیواد مرکزی ښار کې آباد دی.
دا جوماتونه چې معمولا د خلکو له اړخه اداره کېږي او حکومت هیڅ مرسته له دغه جوماتونو سره نه کوې د قرآن کلاسونه او د تراویح لمونځ او دینی پروګرامونو سره معنوي مرکزونو کې بدل شوي.
د رمضان میاشته شروع کېدو سره مونږ په ډاکا ښار کې د بنګلادېشی مسلمانانو په سنتي بازارونو کې د غونډو او د روژه ماتی سامان اخیستو لپاره شاهد وو.
د رمضان المبارک ټوله میاشته، د روژه او پرهيزګارۍ له لارې د روح د پاکتیا میاشته ده، د ډاکا مسلمانان معمولا د روژه ماتې سامان د سنتی او لرغونې بازارونو نه برابره وې.
بنګلادېش د ۱۷۰ مسلمانانو سره په نړۍ کې دریم د مسلمانانو له ټولو ستر هیواد دې چې اکثره ولس یی مسلمانان دی.
http://iqna.ir/fa/news/3604441