IQNA

هندي مسلمان د ۵۰۰ کلنې سرو زرو قرآن مالک

2:24 - June 04, 2017
د خبر لمبر: 3480530
نړیواله ډله: د سرو زرو پاڼو ۵۰۰ کلنې قرآن کریم چې د عثمانې حکومت په وخت کې لیکلې شوي دی، د یو هندی مسلمان دی چې د رمضان المبارک په میاشته کې هغه د دې قرآن کریم یوه دوره کوي.
هندي مسلمان د ۵۰۰ کلنې سرو زرو قرآن مالک

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د خلیج ټایمز خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، محمد حارث چې د بانک کارمند او د هند اصلیت لرونکې چې له ۳۰ کالو نه په مالیزیا کې ژوند کوې په دې اړه وویل: پنځه کاله کېږي ې دا قرآن کریم ما سره دې، دغه قرآن چې زما کورنۍ ته خوشحالي او خوښي په تحفه کې راوړي.

هغه د دې قرآن کریم په سپړنه کې وویل: دا د سرو زرو قرآن یوه نادر مجموعه ده چې ۲۸ مجموعې لرې، چې ۱۹ نه ۲۰ پورې پاڼې په ښکلې عثمانی خط کې هر مجموعه لري. او دا مجموعې د سرو زرو ۱۴ بکسونو کې ساتلې کېږي او زه له دغه ۱۴ نه یو بکس لرم.

حارث زیاته کړه: ۱۳ نور بکسونه زما د اوښی اسماعيل کاظم سره دی.

هغه څرګنده کړه: د کال ۲۰۰۹ په نوومبر کې د مالیزیا لومړۍ وزیر ماهاتیر محمد دا قران تایید کړي وو.

حارث دې ته اشارې سره چې دا قرآن یی په دفتر او ځانګړې ژوند کې د خوشحالۍ باعث ګرځېدلې وویل: ډېر زر به دا قرآن کریم د یو زيوراتو په دوکان کې خرس ته وړاندې کوم.

که څه هم د دې قرآن کریم هدیه تراوسه مشخص نه ده خو ولی د دې ارزښت ۵۹ ملیون ډالر ښودلې کېږي.

حارث زیاته کړه: غواړم دا قرآن کریم خرس کړم او د اسلام پرمختګ لپاره یو اسلامی کلتوری میراث او زدکړې لپاره یو مرکز جوړ کړم.

http://iqna.ir/fa/news/3604801


captcha