IQNA

د کوفه په جومات کې د رمضان میاشتې د قرآن کریم ختم

23:25 - June 04, 2017
د خبر لمبر: 3480531
نړیواله ډله: د کوفه ستر جومات تولیت او د زیارتونو سره تړون لرونکې قرآن کریم برخې د رمضان المبارک میاشتې مناسبت سره د رمضان لمبارک قرآن کریم ختم پيل کوې.
د کوفه په جومات کې د رمضان میاشتې د قرآن کریم ختم

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د کوفه ستر جومات ویبپاڼې نه په نقل، د کوفه جومات دارالقرآن برخې مشر سید عادل الباسری وویل: د دې جومات تولیت په رمضان کې د فعالیتونو یوه مجموعه لري چې هغه په دې میاشته کې اجرا کوې او په هغې کې له ټولو مهم د قرآن کریم ختم دي.

هغه زیاته کړه: پرله پسې یوولسم کال دی چې د کوفه په جومات کې د رمضان ختم قرآن پيل کېږي او دا مراسم هر ورځ د مسلم بن عقیل علیه السلام په مصلا کې پیل کېږي.

الیاسری څرګنده کړه: د جومات رمضانیه غونډې همدارنګه نور فعالیتونو ته هم شامل دی چې په کې د مومنانو په فقهی او معرفتی معلوماتو کې اضافې لپاره پیل کېږي او په دې ستر جومات کې د هغوي شتون هغه هم په د رمضان مبارکه میاشته کې د هغوي لپاره یو ځانګړې اجر او ثواب لري.

هغه همدارنګه زیاته کړه: د ماښام د لمونځ نه ورستو د افتتاح دعا، د روژې د اهدافو او کلتور په اړه د حوزه علمیه استادانو سره دینی غونډې او دا رنګه نور پروګرامونه هم د رمضان په میاشته کې پیل کېږي.

عادل الیاسره يادونه وکړه: د رمضانیه قرآن کریم ختم هر شپه د حوزه د استاد له تقریر نه ورستو د قرآن کریم عاشقانو او د کوفه جومات زائرانو په شتون سره دغه جومات کې پیل کېږي.

http://iqna.ir/fa/news/3605168


captcha