قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، محمد خلیل الرحمان د بنګلادېش ۱۰ کلنه ماشوم د عربستان په جده ښار کې د عربیانو ځانګړې الهادی قرآنی موسسې قرآن زده کوونکو نه دی.
محمد شفیع عبدالحکیم د الهادی ټولنې مشر د هغه په اړه وویل: دا بنګلادېشی ماشوم دری کاله وړاندې د دې ټولنې کلاس ته راغلې وو چې ډېر زر زر یی د نورو قرآن زده کوونکو نه مخکې آیتونه حفظ کړل.
هغه زیاته کړه: یوه ورځ د هغه یو استاد متوجه شو چې محمد کولې شي چې هغه د آیتونو حفظ کولو سره سره د آیت شمېره، د پاڼې شمېره د سپارې شمېره هم ورسره حفظ کولې شي او هغه د آیت شمېره اورېدو سره هغه آیت له حفظ نه لوستلې شې.
عبدالحکیم دې بیان سره چې دا بنګلادېشی ماشوم همدارنګه دا توان هم لرې چې د قرآن کریم سورتونه د اخیر نه تر شورو پورې له حفظ نه لوستلې شي، هغه څرګنده کړه: هغه د یو قرآنی کمپیوټر غوندې دي او دا یو الهي برکت دی.
د الهادی غونډې مشر همدارنګه وویل: ولید د ټول قرآن کریم امتحان یی ورکړې او خپل توان سره یی اعلی رتبه ترلاسه کړي.
هغه دې بیان سره چې دا بنګلادېشی ماشوم تېر کال د قرآن کریم له ټولو نه وړوکې حافظ شو، زیاته کړه: هغه همدارنګه۵۰۰ حدیثونه سره د سند حفظ کړي.
http://iqna.ir/fa/news/3607164