IQNA

بایسکل سور بودایی له لاسه د روهینګیایی مسلمانانو قتل

13:39 - July 07, 2017
د خبر لمبر: 3480575
نړیواله ډله: میانمار کې د اخین ولایت پولیس پرون د ځنې بوداییانو افراطی بایسکل سورو له لاسه یو روهینګیایی مسلمان په سړک باندې د وژلو خبر ورکړي.
بایسکل سور بودایی له لاسه د روهینګیایی مسلمانانو قتل

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اپندپندنټ ورځپاڼې نه په نقل، د حکومت چارواکې وایئ منیر احمد ۵۵ کلن مسلمان چې یو غیر وسله وال پولیس افسر سره په سړک روان وو د ځنې افراطی بودائیانو چې په بایسکل سور وو مړ کړو.

کلنل مایو توسو د میانمار د کورونو چارو وزارت ویناوال وویل: مونږ د پولیس افسر نه چې مقتول سره وو تپوس وکړو خو ولی دغه پولیس افسر خپل ټولو هڅو نه ورستو هم منیر احمد بچ نکړې شو او دا نه یی وکړل چې د پولیس ادارې ته راغلې او پولیسو ته یی د پېښې راپور ورکړي.

تراوسه په دې اړه څوک نیولې شوې نه دې خو ولی د میانمار پولیس په قتل کې لاس لرونکو ته رسېدو لپاره تحقیق شورو کړي.

میانمار له کال ۲۰۱۲ نه چې افراطی بودائیانو د راخین ولایت روهینګیا مسلمانانو باندې برید کړې وو د مسلمانانو خلاف د تاوتریخوالی ډګر دی.

بودائیانو په تېرو کلونو کې د اسلامی فعالیتونو محدود کولو هدف سره، جوماتونه ویجاړ کړې او د مسلمانانو د مذهبی هر قسمه مراسمو نه مخنیوې کوي.

په تېر کال کې یو شمېر زیات د روهینګیا مسلمانان د افراطی بودائیانو په حملو او بریدونو کې مړه شوې او یا کډه وال شوي.

http://iqna.ir/fa/news/3615744


captcha