قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د الیوم السابع خبرونو ویبپاڼې نه به نقل، د انګلیس ګاردین ورځپانې لیکلې: فیلیپین شمال مرکز کې واقع لوزون مسیحی مېشته سېمې پولیس په دغه سیمه کې مېشت په زرګونو مسلمانانو لپاره ځانګړې تذکرې جوړې کړې.
د پولیس چارواکی ارپیل ایکنو په دې اړه وویل: دا تذکرې د دغه سیمې خلکو ته دا امکان ورکوې چې ترهګر په کې وپېژندلې شي.
هغه دې ته اشارې سره چې دا قانون تراوسه په یو سیمه کې اجرا شوی وویل: غواړو دا اقدام په ټولو سیمو کې او اسلامی ټولنو کې چې په کې فعال مسلمانان وروڼه او خويندې شتون لري د هغې پېژندلو لپاره پیل کړو.
د بشري حقوقو څارونکې انتقاد
د بشري حقوقو څارونکې سازمان یوه بیانیه کې په دې اړه اعلان کړې: د فیلیپین چارواکې د دې تذکرې جوړولو سره مسلمانان یی جلا کړل او کې قانون د هغې حقوقو نه حمایت او د خوځښت ازادی نه یی محروم کړل.
په دې بیانیه کې راغلې د مسلمانانو نه د تذکرې غوښتنه یواځې له دې سببه چې هغې د وسله والو الماروای ښار ته ننوتلو نه مخنیوی وکړي یو قسمه ډله ییزه سزا ده.
تقریباْ دوه میاشتې مخکې حکومتی ځواکونه ځنې وسله والو سره چې ویلې شوې د داعش ترهګرې ډلې کسان وو او په الماراوی ښار باندې برلاسې شوې وو نښتې وو.
http://iqna.ir/fa/news/3616247