قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د timesofIndia خبرونو ویب پاڼې نه په نقل، د دې ډلې مشر حیدر موسوی وویل: زما مقصد د «وږو لپاره خوړه» کمپاین شورو کول د حضرت علی علیه السلام له اړخه اړمنو ته خوړه ورکولو نه الګو اخیستل وو.
هغه وویل: په کال ۲۰۱۵ کې دا کمپاین مونږ اړمنو ته خوړه ورکولو هدف سره شورو کړو.
د موسوي ټوله کورنۍ د خوړې بسته جوړولو کې مرسته کوې او دا ټولې بستې هر شپه له ۰۹ بجو نه مخکې تقسیم کېږي.
موسوي چې د حیدر آباد په مدرسه کې مشر دی زیاته کړه: زما ښځه او زوې او نور مینه وال د خوړې د بستو وېشلو کې زما مرسته کوي.
هغه دې ته اشارې سره چې پرون د خوړې تقسیمونو سلمه ورځ وه وویل: دې وخت کې د خوړې بستې د حیدر آباد په ۱۶ سیمو کې وېشلې کېږي او راروانو ورځو کې به د دغه ښار او د سکندر آباد ښار په نورو سیمو کې هم وېش شورو کوو.
http://iqna.ir/fa/news/3617173