IQNA

داعش سره مقابلې لپاره د استرالیا او د اندونیزیا مشترکه غونډه

10:17 - August 01, 2017
د خبر لمبر: 3480612
نړیواله ډله: د اندونیزیا او استرالیا حکومت په شپږم مرداد باندې یو ورځنې غونډه د داعش تهدیدونو څېړنې او ترهګرو سره مقابلې په عنوان سره پیل شوه.
داعش سره مقابلې لپاره د استرالیا او د اندونیزیا مشترکه غونډه

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د First post خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، په دې غونډه کې چې د اندونیزیا سولاوسی سترې جزیرې په شمال کې پیل شوه د شپږ هیوادونو مالیزیا، فیلیپین او نیوزیلینډ غړو ګډون وکړو.

د دغه هیوادونو بهرنې چارو وزیرانو ترمنځه په آسیا شرقي جنوب کې نښتې او د ترهګرو پرمختګ سره مقابله او د داعش له اړخه د فیلیپیین په سیمه کې د اسلامی خلافت جوړولو مسئلې به اړه بحث او خبری اترې وکړي.

د اندونیزیا د امنیت وزیر ویرانتو په دې غونډه کې وویل: هیله لرم چې دا غونډه به ارزښتمن نتایج ولري او همکاري سره به ټول د ترهګرو سره په تېره بیا د فیلیپین په جنوب کې په مارواوی ښار کې مقابله وکړي.

د فیلیپیین چارې د دغه هیواد په جنوبی سیمو کې د داعش قدرت او پرمختګ په اړه انديښمن دې او د دغه هیواد ځواکونه اوس د مائوته ترهګر ډلې چې داعش سره یی بیعت کړي د ماروای ښار سره نږدې په جنګ کې مشغول دي.

http://iqna.ir/fa/news/3624226


captcha