IQNA

د اوبغور مسلمانانو خلاف د چین حکومت کلتوري نسل وژنه

23:47 - August 07, 2017
د خبر لمبر: 3480619
نړیواله ډله: د چین محلی حکومت د دغه هیواد په شمال غربی ولایت سین کیانګ کې مېشته مسلمانانو په مدرسو کې د اوبغور ژبې نه استفاده کولو باندې بندیز نه پس، د مسلمانانو خلاف د کلتوری نسل وژنې باندې تورن شوي.
د اوبغور مسلمانانو خلاف د چین حکومت کلتوري نسل وژنه

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د Aboutislam خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د سین کیانګ ولایت ختن تعلیمي سازمان یو دستور کې اعلان کړي چې د مدرسو د قانون په رڼا کې باید ملي ژبه او خط حفظ شي او قومي ژبی د زدکړې د قانون له مخې په دویم شرایطو کې وړاندې شي.

خو ولی د دغه اعلان له مخې، په عمومي او غونډیزه فعالیتونو او زدکړو کې باید اوبغور ژبې باندې بندیز ولږې، هغه ماشومان چې له مني نه مدرسې ته ځې هغوي لپاره له ابتدا نه په ماندارین ژبې(د چین اصل ژبه) کې زدکړې ورکړې کېږي.

په دغه وینا کې راغلې چې هغه مدرسې چې له دغه قانون نه مخ واړه وې سزا سره به مخامخ کېږي.

د چین حکومت په پکن کې اعلان کړې چې غواړې په سین کیانګ کې د زدکړې دوه ژبو نه حمایت وکړې خو ولی دا عمل به د دغې سېمې مدرسو کې په توګه وړاندې کوي.

د چین حکومت په سین کیانګ ولایت کې د اوبغور مسلمانانو خلاف ډېر زیاتی ترسره کوې، د دینی مسلمانانو په کورونو باندې د پولیسو برید، په انتخاباتو کې اسلامی نومونو بندیز او د مسلمانانو کلتور او ژبې باندې بندیز له دغې زیاتو ځنې اقدامات دی چې د مسلمانانو خلاف یی ترسره کوي.

http://iqna.ir/fa/news/3627117


captcha