قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، په بمبئی کې د ایران کلتوری سازمان نه په نقل، د مرکزی حکومت له اړخه د اقلیتونو چارو کمېسیون په کال ۲۰۱۲ کې د مسلمانانو ښځو ټولنیزه حالت ښه کولو هدف سره څېړنو لپاره جوړ شو.
دې کمېسیون د مسلمانانو ښځو په حکومتي پروګرامونو باندې د څېړنو نه ورستو یو راپور جوړ او وړاندې کړو، خو ولی دا راپور د تېر حکومت ځنې سیاسي ملحوظاتو له کبله خپور نشو.
په دغه راپور کې راغلې وو چې حکومتي پروګرامونه چې د مسلمانانو ښځو حالت ته وده ورکولو لپاره وړاندې شوي وو، د هغې حالت بدلولو کې ډېر کوچنۍ اغېزې لرې.
د ښځو مطالعاتو مرکز(Veena Poonacha ) تېر مشر وویل: د حکومت پروګرامونه په ټولنیزه ډول ښه وو، خو ولی د هغې اجرا کولو طریقه ډېره ضعیفه وه او څرګنده وده یی نه لرله.
د هندوستان ښځې او په تېره بیا مسلمانې ښځې ځنې ستونزو سره مخامخ دي او ډېر وړاندې شوې پروګرامونو تراوسه د هغې حالت ښه نکړو.
http://iqna.ir/fa/news/3630646