IQNA

هند کې «مسلمانانو ښځو ته درې طلاق ورکولو» قانون لغو شو

17:58 - August 23, 2017
د خبر لمبر: 3480650
نړیواله ډله: د هندوستان ستره محکمه هغه قانون چې د مسلمانانو ښځو درې طلاق په نوم یادېږي لغو کړو.
هند کې «مسلمانانو ښځو ته درې طلاق ورکولو» قانون لغو شو

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د شفقنا نه په نقل، هند کې یو قانون شتون لرلو چې سړې ډېره په سادګۍ او آسانۍ سره او یواځې درې ځله د طلاق کلمه تکرار کولو سره مسلمانې ښځې ته طلاق ورکولې شي.

دا حکم د مسلمانانو ښځو لوي بریالیتوب دی چې له کلونو نه د دې قانون لغو کېدو لپاره هڅې کوې، البته د هندوستان ستره محکمې دا اعلان هم کړې چې دا قانون لغو شو خو ولی حکومت باید دې لپاره نوې قانون چې غلطو نه پاک وې.

دا زوړ قانون باعث شوې وو چې سړو به ډېر به اسانۍ او راحتۍ سره د ټولنیزه چینلو لکه فیسبوک، واټس ایپ نه یواځې طلاق کلمه درې ځل ویلو سره ښځو له طلاق ورکړو او دارنګه به یی د هغې ټولنیزه حق او مسؤولیت نه ځان بې غمه کړو. په هندوستان کې څېړنې به ګوته کوې چې په سلو کې ۹۶ مسلمانې ښځې د دې قانون مخالفې دي.

دې سره د هندوستان مسلمانان په دې دلیل هندوستان کې د ترټولو زیات مذهبی اقلیت عنوان سره د اسلامی بنسټونو له خوا جوړ شوي اسلامی قانونو لاندې ژوند کوې دا حکم د هندوستان ستر محاکمې کې دا قانون د مذهبی عالمانو له خوا رد او یا تفسیر شي.

http://iqna.ir/fa/news/3633281


captcha