IQNA

د بمبئی شیعه جومات کې د ښځو تبلیغ کوونکو فعالیتونه

9:54 - August 31, 2017
د خبر لمبر: 3480663
نړیواله ډله: به بمبئی ښار کې د «محفل ثانی الزهراء سلام الله علیها» جومات، لومړي جومات دي چې د ښځو عالمانو لپاره یی فعالیت کولو لپاره خپلې دروازې خلاصې کړې.
د بمبئی شیعه جومات کې د ښځو تبلیغ کوونکو فعالیتونه

محمد فیاض باقري، د دغه جومات امام وایئ: که ښځو ته ښودنې وشې، نو په اصل کې یو کورنۍ ته ښودنې شوې او که ښځه دیني ښودنې ووینې نو په حقیقت کې ټولنې ښودنې ترلاسه کړې.

هغه زیاته کړه: یوه ښځه عالمه د قرآن کریم مفاهیم او اسلامی دستورات ښځو او ماشومانو ته رسولو کې ډېر مهم رول ادا کوې او کولې شي چې هغې ته یو ښه ژوند ورکړي.

دغو ښځو کې یوه عالمه د مولانا محمد فیاض باقري کور ودانه ده چې خپلو هڅو سره یی د خپلې ټولنې ښځې دیني چارو سره اشنا کړي.

عظمي باقري وایئ: زه په جومات کې محفل ثانی زهراء سلام الله علیها د قرآن کریم کلاسونه پیل کوم، په دې کلاسونو کې د ۵ نه تر ۱۵ کلنو پورې ماشومان ګډون کوې او دغه ټول د اسلامی دستوراتو سره اشنا کېږي.

یوې بلې ښځې چې په دې جومات کې فعالیت ترسره کوې وویل: زه په دغه جومات کې د لمونځ نه مخکې سیاسي عبادی مسئلو باندې تقریرونه کوم او د اسلامی نړۍ نننی مسئلو باندې خبرې کوم.

http://iqna.ir/fa/news/3635938


captcha