IQNA

د قرباني اختر کې د هند دینونو ترمنځه د دوستۍ او اتحاد ننداره

10:57 - September 05, 2017
د خبر لمبر: 3480668
نړیواله ډله: د هند جوشیمت ښار مسلمانان د قرباني د اختر په مناسبت د دغه ښار د سیکانو مېلمانه شو.
د قرباني اختر کې د هند دینونو ترمنځه د دوستۍ او اتحاد نندارهقرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د هندوستان ټایمز ورځپاڼې نه په نقل، د هند اوتارکند ولایت په جوشیمت ښار کې سیکانو د دغه ښاره له مسلمانانو چې د تیز باران له وجهې یی د اختر لمونځ خپل جومات کې نشو کولې، دعوت کړل چې د هغوي په عبادتګاه کې د قرباني د اختر لمونځ وکړې.

د دې عبادتګاه مشر بوتا سینګ وویل: فرق نه کوې چې هندو، مسلمان یا سک یم، دلته په جوشیمت کې مونږ سره ژورې اړیکې لرو.

هغه زیاته کړه: د مسلمانانو مشرانو او سیکانو د هفته په ورځ سره کتنه وه او د اختر د لمونځ کولو لپاره یی ضروري اقدامات ترسره کړل.

رئیس احمد د هند مسلمانانو ټولنې مشر وویل: مونږ په ټولنه کې د مسلمانانو خلاف د منفي احساساتو ودې په اړه خبرې اورو خو ولی د الله تعالی لطف دی چې په جوشمیت کې دارنګه ستونزې نه لرو.

د جوشمیت سیکانو د مسلمانانو لپاره د اختر د لمونځ اقدامات تر سره کړل.

http://iqna.ir/fa/news/3637678


captcha