قرآنی خبر خپروونکې نړیواله
ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د هندوستان ټایمز ورځپاڼې نه په نقل، د هند اوتارکند
ولایت په جوشیمت ښار کې سیکانو د دغه ښاره له مسلمانانو چې د تیز باران له وجهې یی
د اختر لمونځ خپل جومات کې نشو کولې، دعوت کړل چې د هغوي په عبادتګاه کې د قرباني د
اختر لمونځ وکړې.
د دې عبادتګاه مشر بوتا سینګ وویل: فرق نه کوې چې هندو، مسلمان یا سک یم، دلته په جوشیمت کې مونږ سره ژورې اړیکې لرو.
هغه زیاته کړه: د مسلمانانو مشرانو او سیکانو د هفته په ورځ سره کتنه وه او د اختر د لمونځ کولو لپاره یی ضروري اقدامات ترسره کړل.
رئیس احمد د هند مسلمانانو ټولنې مشر وویل: مونږ په ټولنه کې د مسلمانانو خلاف د منفي احساساتو ودې په اړه خبرې اورو خو ولی د الله تعالی لطف دی چې په جوشمیت کې دارنګه ستونزې نه لرو.
د جوشمیت سیکانو د مسلمانانو لپاره د اختر د لمونځ اقدامات تر سره کړل.
http://iqna.ir/fa/news/3637678