په دهلي نو کې د ایران کلتوري سازمان د قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) ته خبر ورکړي: دا کتاب په انګلیسې ژبه کې « Hindutva and Minorities in India» عنوان سره په کال ۲۰۱۶ کې د دهلی نو «ام ام آی» انتشارات له اړخه لومړي ځل چاپ شوي.
د دې کتاب لیکوال په ۱۹۳۷ کې زېږېدلي او د لیسانس درجه یی د هندوستان بوپال ښار حمیدیه حکومتي پوهنځي نه ترلاسه کړي او د ماسټري او پی ایچ ډی درجه یی په انګلیسې ادبیاتو کې ترلاسه کړي ده.
سید اوصاف سعید واصفی یوه ورځپاڼه کې د مشر مرستیال په توګه همکاري کوله او دا کتاب د هغه مقالو ټولګه ده چې هغه په ۵۰ کالو کې په دغه ورځپاڼه او په نورو مختلفو مجلو کې لیکلې وې.
دې هندي څېړونکې په خپلو دغه مقالو کې زیات د هندوستان د ورځنې ټولنیزه مسئلو او موضوعاتو او په تېره بیا د مسلمانانو او د دغه هیواد د اقلیتو په اړه لیکل او څېړنې کړي.
زورنې او خرابول، د هندوانو افراطی ډلو نفرت نه ډک تبلیغات، د شخړو اوږده سلسله او هندوستان مسلمانانو خلاف جنګونه او د مختلفو چارواکو لکه پولیسو، امنیتي ځواکونو له اړخه غیر ذمه دارانه چلند په کال ۲۰۰۲ کې د ګجرات قتل عام او همدارنګه د مسلمانانو نورې ټولنیزه او اقتصادي سختو حالاتو او شرایط په سید اوصاف سعید واصفي خپلې مقالې او مطالب په دغه کتاب کې وړاندې کړي.
همدارنګه هغه د مسلمانانو او د ټولنیزه فعالو هڅې چې په هر قیمت او په هر حالاتو کې تیار وې چې د خپل هیواد هندوستان لپاره قدم اوچت کړي په دغه کتاب کې شتون لري.
http://www.iqna.ir/fa/news/3638187