قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د تلګراف ورځپاڼې نه په نقل، د دالایی لاما د روهینګیا مسلمانانو خلاف د میانمار تاوتریخوالی په اړه وویل: هغه خلک چې د مسلمانانو ازار ته یی لاس ورکړي باید بودا را یاد کړي.
هغه وویل: بودا به یقینا د دې ځپلو مسلمانانو سره مرسته کړې وه، زه له دې مسئله په اړه د خفګان احساس کوم.
دالایی لاما همدارنګه له میانمار حکومت لارښود آنګ سان سوچي نه غوښتنه وکړه چې په میانمار کې د روان بحران پایی ته رسولو لپاره سوله ایزه حل پیدا کړي.
هغه وویل: زه له ستاسو او د میانمار له نورو لارښودو غواړم چې د ټولنې ټولو برخو ته توجه وکړي او هڅه کوې چې په ټول هیواد کې د ملګرتیا اړیکې رامنځته کړي.
په میانمار کې د نوې تاوتریخوالی دور شورو کېدو نه تر اوسه، له ۱۰۰۰ کسانو نه زیات مړه او تقریباْ ۳۰۰ زره کسان له هیواد نه بنګلادېش ته کډوال شوي.
http://iqna.ir/fa/news/3640611